په سورئې کې۱۸۰داعشی ترهه ګر سره دڅومهمو کمانډرانو هلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50230-په_سورئې_کې۱۸۰داعشی_ترهه_ګر_سره_دڅومهمو_کمانډرانو_هلاک_شوی_دی
زمونږخبریال دسپوټنیک خبری آژانس له قوله راپور راکړ دروسیې دفاع وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د دغه هیواد جنګی الوتکو د سورئې په ختیځ کې په دیرالزور سیمې کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو پر مورچلو په حملو سره په دیرالزور پوځی مرکز دترهه ګرو دحملې په مخنیوی سره کابو یو سل اتیا ترهه ګر هلاک اود هغوی په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډی او تجهیزات هم تباه کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 18, 2017 00:55 Asia/Kabul
  •   په سورئې کې۱۸۰داعشی ترهه ګر سره دڅومهمو کمانډرانو هلاک شوی دی

زمونږخبریال دسپوټنیک خبری آژانس له قوله راپور راکړ دروسیې دفاع وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د دغه هیواد جنګی الوتکو د سورئې په ختیځ کې په دیرالزور سیمې کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو پر مورچلو په حملو سره په دیرالزور پوځی مرکز دترهه ګرو دحملې په مخنیوی سره کابو یو سل اتیا ترهه ګر هلاک اود هغوی په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډی او تجهیزات هم تباه کړی دی .

راپورښئ  د روسیې  هوائی ځواک  له بې پیلوټه الوتکو څخه په استفادې سره   د دیرالزور په  پوځی مرکز د حملې لپاره د داعشی ترهه ګرو  له  نقشې پرده پورته کړه او دترهه ګرو دیرغلونو د مخنیوی  لپاره ئې عملیات  پلان کړل .

 په دغې هوائی  حملې کې ویل کیږی ،   دابوعمر بلژیکی  اوابویاسین المصری  په نامو سره د داعش تکفیری ډلې   دوه مهم  مشران هم  هلاک شوی دی. دروسیې دفاع وزارت  دوه  ورځې مخکې هم د داعش د مشر پشمول د   څه دپاسه درو سوو داعشی ترهه ګرو دهلاکت خبر ورکړی ؤ  او  دسورئې په رقه ښار کې ئې  د  دغې ډلې دمشر ابوبکر بغدادی  داحتمالی هلاکت    دځآی او  د د اعش   د بمبار شوی   قوماندې  دمرکز  عکسونه  هم خپرهّ کړل .