روسیې په سورئې کې له امریکا سره پوځی تفاهم نامه وځنډوله
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د روسیې دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سورئې کې دامریکائی ائیتلاف په وسیله د سورئې دجنګی الوتکې نسکورول دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی وبلله او اعلان ئې وکړ ، ماسکو دسورئې په ضد دامریکائی ائیتلاف د دغه اقدام او ښکاره تیریو په ځواب کې په سورئې کې دهوائی پیښو درامینځةکیدا په مخنیوی کې له امریکا سره دملګرتیا تفاهم لیک وځنډاوه .
په دغې اعلامیې کې ویل شوی دی و دامریکائی ائیتلاف قوماندې په سورئې کې دهوائی پیښو د رامینځةکیدا دمخنیوی لپاره له ځانګړی ارتباطی چینله استفاده نه ده کړې .
د سورئې پوځ نن سهار وختی دامریکائی ائیتلاف دجنګی الوتکو له خوا د الرقه دجنوب په الرصافه سیمې کې د سوخو ۲۲ ډوله جنګی الوتکې دنسکوریدا خبر ورکړی .
دامریکائی جنګی الوتکو له خوا دغه تیری هاله شوی چې دسورئې پوځ او متحدانو ئې د سورئې په بادیه مختلفو چورلیزونو کې د داعش ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې مهم پرمختګونه کړی دی .