اسرائیلی رژیم په سوریې باندې په حملو تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50860-اسرائیلی_رژیم_په_سوریې_باندې_په_حملو_تاکید_وکړ
د صهیونېسټ رژیم د جنګ وزیرد سوریې په پوله ایزو سیمو باندې د دغه رژیم د حملو په توجیه کښې وویل، د اسرائیلی ښاریزو د امنیت د ساتنې لپاره په سوریې باندې خپلو حملو ته دوام ورکوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2017 03:32 Asia/Kabul
  • اسرائیلی رژیم په سوریې باندې په حملو تاکید وکړ

د صهیونېسټ رژیم د جنګ وزیرد سوریې په پوله ایزو سیمو باندې د دغه رژیم د حملو په توجیه کښې وویل، د اسرائیلی ښاریزو د امنیت د ساتنې لپاره په سوریې باندې خپلو حملو ته دوام ورکوو.

د فلسطین الیوم خبری اژانس د رپوټ له مخې آوېګډور لېبرمېن پرون د صهیونېسټ رژیم د پارلېمان د بهرنیو تعلقاتو او امنیت د کمېټۍ په غونډه کښې په نیواکی سیمو باندې د سوریې د ځواکونو لخوا د هاون د وېشتو د چټی ادعا په تکرارولو سره وویل، د دغو اقداماتو د مخنیوی لپاره به د سوریې د فوځ په مورچلونو هوائی او د توپونو حملو ته دوام ورکړوو.

د صهیونېسټ رژیم د جنګ وزیر په داسې حال کښې دا ادعا وکړه چې دغه رژیم درې ورځې پرله پسې په قنیطره صوبه کښې د سوریې د فوځ مورچلونه له هوا او زمکې څخه په توغندیو ووېشتل چې د دغو حملو له کبله د سوریې یو شمېر عامه خلق او فوځیان مړۀ او ژوبل شول.

د صهیونېسټ رژیم دغه حملې په داسې وخت کښې کیږی چې د سوریې فوځ د القنیطره صوبې د البعث ښار په خواو شا کښې د جبهه النصره او نورو وابسته ترهه ګرو ډلو له ترهه ګرو سره د سخت جنګ په حال کښې دی.