په سورئې کې د داعش لس مهم کمانډران هلاک شول
زمونږخبریال د روسیا الیوم ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ دسورئې پوځ په درعا ولایت کې د داعشی تکفیریانو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې دداعش ترهه ګرې ډلې لس مهم کمانډران هلاک کړی اوپه لسګونو په سترو وسلو سنبال ګاډی او پوځی تجهیزات ئې هم تباه شوی دی .
راپورښئ له دې سره په یووخت دسورئې پوځ دسورئې په لویدیځ کې دحمص ولایت په ختیځ کې ځینی مهمې او سټراټیژیکی سیمې د ترهه ګرو له سپیرو منګولو آزادې کړی دی
له بلې خوا دسورئې پوځ د دمشق په ختیځ کې دعین ترما سیمې په شاوخوا کې څو سرنګونونه کشف کړی دی . ترهه ګرو له دغو سرنګونو دپوځی تجهیزاتو او مهماتو دمنتقلولو لپاره استفاده کول .
همداراز نور خبرونه ښئ دسورئې دپوځ جنګی الوتکو د دیرالزور په شاوخواک ې د وسله والو ترهه ګرو پر مورچلو سخته بمباری کړې ده اویوشمیر مرګ ژوبلې ئې اړولی دی .
دسورئې پوځ همداراز دسورئې په جنوب لویدیځ کې په قنیطره ولایت کې په البعث ښار کې د النصره جبهې دترهه ګرو ستره جمله ناکامه کړې او دهغوی زیات شمیر ترهه ګر ئې هلاک ا وټپیان کړی دی او دغه راز په سیمې ورځینی زیات شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی اوستر پوځی تجهیزات هم پاتې دی .
له دې سره په یووخت دسورئې پوځ بریالی شوی دحلب په جنوب ختیځ کې په ریف کې د رسم عسکر،شریمة او جدیده درې ښارګی هم له داعشی ترهه ګرو آزاد کړی دی .