په غزه کښې یو بل اسرائیلي ډرون نسکور شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51308-په_غزه_کښې_یو_بل_اسرائیلي_ډرون_نسکور_شو
صهیونیسټان بې پایلټه الوتکې د جاسوسۍ او همداشان پر فلسطینیانو د حملې لپاره کاروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2017 03:01 Asia/Kabul
  • په غزه کښې یو بل اسرائیلي ډرون نسکور شو

صهیونیسټان بې پایلټه الوتکې د جاسوسۍ او همداشان پر فلسطینیانو د حملې لپاره کاروي.

خبري سرچینو نن سهار د غزې په سویل کښې د صهیونیسټی رژيم د یوې بې پایلټه الوتکې د نسکوریدو خبر ورکړ.

د دغه صهیونیسټي ډرون د نسکوریدو په هکله زیات جزئیات لا نه دي ترلاسه شوي.

تیره پنجشنبه هم د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټي رژیم یوه جاسوسي ډرون الوتکه نسکوره شوې وه.

صهیونیسټان بې پایلټه الوتکې د جاسوسۍ او همداشان پر فلسطینیانو د حملې لپاره کاروي.