دسورئې روانې شخړې ددغه هیواد اقتصادته کابو 226میلیارډډالری تاوانونه اړولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51794-دسورئې_روانې_شخړې_ددغه_هیواد_اقتصادته_کابو_226میلیارډډالری_تاوانونه_اړولی_دی
فرانس پریس آژانس له بیروته راپورورکړی ، دسورئې بحران له هماغه پیله یعنی د ۲۰۱۱کال له مارچ راهسې تراوسه پورې په لکونو مرګ ژوبلې اړولی او دغه راز ئې د دغه هیواد نیمه آبادی کوچیدو ته اړباسلې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 11, 2017 02:07 Asia/Kabul
  • دسورئې روانې شخړې ددغه هیواد اقتصادته کابو 226میلیارډډالری تاوانونه اړولی دی

فرانس پریس آژانس له بیروته راپورورکړی ، دسورئې بحران له هماغه پیله یعنی د ۲۰۱۱کال له مارچ راهسې تراوسه پورې په لکونو مرګ ژوبلې اړولی او دغه راز ئې د دغه هیواد نیمه آبادی کوچیدو ته اړباسلې ده .

نړیوال بانک  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره   وئیلی دی ،  دسورئې په بیلابیلو سیمو کې   دجنګ  جګړو له امله پراخه ورانکاری له دې ډیره زیاته اوپراخه ده چې  دا یوازې د بیخ بینائیو   له مینځّه وړلو ته محدوده بلل کیدلی شی . 

دنړیوال بانک  دمینځنی ختیځ اوشمالی افریقا  دچارو  مرستیال حافظ  غانم  د دغې  اعلامیې په دوام  کې وئیلی دی ،  په سورئې کې جنګ  د دغه  هیواد  ټولنیز او اقتصادی جوړښتونه  له دړې وړې کیدا سره  مخامخ کړی دی .  او  له هماغه پیله ئې   دغه هیواد ته څه دپاسه  ۲۲۶میلیارډ ډالری تاوانونه اړولی دی  چې  د  دغه هیواد د ۲۰۱۰ کال  د داخلی  اووموتولیداتو  څلور برابره  دی .  دغه راز د غه ویجاړونکی داخلی جنګ  ، ۲۷فی صده هستوګنې سیمې ، او د دغه  هیواد کابو نیم روغتیائی اوتعلیمی مرکزونه هم تباه کړی دی .