د حماس غورځنګ ترهګر بلل یو راپارونکی کار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51998-د_حماس_غورځنګ_ترهګر_بلل_یو_راپارونکی_کار_دی
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د مقاومت خلاف په الجزایر کښې د عربستان د سفیر څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول خبرې د عربي او اسلامي امت له ارزښت او ارمانونو لرې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2017 01:06 Asia/Kabul
  • د حماس غورځنګ ترهګر بلل یو راپارونکی کار دی

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د مقاومت خلاف په الجزایر کښې د عربستان د سفیر څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول خبرې د عربي او اسلامي امت له ارزښت او ارمانونو لرې دي.

رسا خبري آژانس لیکلي چې حماس پرون په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ: په الجزایر کښې د عربستان د سفیر سامي بن عبدا... الصالح څرګندونې چې پکښې یې حماس، ترهګر بللی دی، راپارونکې دي.

په دغه خبرپاڼه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې حماس د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ خلاف یو مقاوم او روا غورځنګ دی، راغلي دي: کومې څرګندونې چې د فلسطین د مسئلې او د فلسطینیانو د روا حقوقو په وړاندې د عربستان څیره او دریځونه خرابوي، باید بندې شي.

د ویلو ده چې په الجزایر کښې د سعودي رژيم سفیر په دې وروستیو کښې د دغه هیواد النهار ټي وي ته په یوه مرکه کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ په خپل ګمان یو ترهګر غورځنګ وباله.

دغه هغه دغه څرګندونې په الجزایر کښې هم له پراخې غندنې سره مخ شوې دي او الجزایرې ټولنو او ګوندونو د خپل هیواد د خارجه وزارت لخوا د سعودي سفیر د احضارولو غوښتنه کړې ده.