په فلسطین کې داسراییلو وروستیو ظلمونو د مسلمانانو غوسه پارولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52606-په_فلسطین_کې_داسراییلو_وروستیو_ظلمونو_د_مسلمانانو_غوسه_پارولې_ده
 په اردن کې د اسراییلو په سفارت  په برید کې  د ډزو له امله یو کس مړ او یو ژوبل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2017 01:38 Asia/Kabul
  • په فلسطین کې داسراییلو وروستیو ظلمونو د مسلمانانو غوسه پارولې ده

 په اردن کې د اسراییلو په سفارت  په برید کې  د ډزو له امله یو کس مړ او یو ژوبل شو.

 

 

د ډان نیوز د راپور له مخې وژل شوی کس د  اردن ښاري دی او ژوبل هم اسراییلی دی.

 له دغه پیښې وروسته  په اردن کې د اسراییلو سفارت وتړل شو. او د  اردن پولیسو د لارو له بندولو وروسته عملیات پیل کړل .

د اسراییلو له خوا  په بیت المقدس کې د مسلمانانو په خلاف له حملو او پابندیو وروسته په اسلامي نړۍ کې د صهیونسټ رژیم په خلاف احساسات را پاریدلې دي.   د اسراییلي ځواکونو له خوا  تیره اونۍ په مسجد الاقصی په برید کې د دغه جومات د امام په شمول څوارلس کسان ژوبل شوې وو.