په فلسطین کې داسراییلو وروستیو ظلمونو د مسلمانانو غوسه پارولې ده
Jul 24, 2017 01:38 Asia/Kabul
په اردن کې د اسراییلو په سفارت په برید کې د ډزو له امله یو کس مړ او یو ژوبل شو.
د ډان نیوز د راپور له مخې وژل شوی کس د اردن ښاري دی او ژوبل هم اسراییلی دی.
له دغه پیښې وروسته په اردن کې د اسراییلو سفارت وتړل شو. او د اردن پولیسو د لارو له بندولو وروسته عملیات پیل کړل .
د اسراییلو له خوا په بیت المقدس کې د مسلمانانو په خلاف له حملو او پابندیو وروسته په اسلامي نړۍ کې د صهیونسټ رژیم په خلاف احساسات را پاریدلې دي. د اسراییلي ځواکونو له خوا تیره اونۍ په مسجد الاقصی په برید کې د دغه جومات د امام په شمول څوارلس کسان ژوبل شوې وو.
ټیګونه