دعربستان دپاچا دلیرې کولو سناریو په بشپړیدو ده
آل سعودرژیم ته نزدې خبری سرچینو نن وئیلی دی ، د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا د څنګةکیدا دسناریو وروستۍ مرحله چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی ، په برابریدو او دهغه دلیرې کیدا داعلامیې منظمیدا او دغه راز دمحمد بن سلمان دتاج پوشۍ دستورې دجوړیدا په حال کې دی .
دلبنان المنار ورځپاڼې په یوې مقالې کې دسعودی عربستان د پاچا ملک سلمان دخپل زوی محمد بن سلمان په ګټه د څنګةکیدا سناریو نهائی مرحلې ته رسیدلې اعلان کړه .
په دغې مقالې کې لیکل شوی دی ، آل سعودرژیم ته نزدې خبری سرچینو نن وئیلی دی ، د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا د څنګةکیدا دسناریو وروستۍ مرحله چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی ، په برابریدو او دهغه دلیرې کیدا داعلامیې منظمیدا او دغه راز دمحمد بن سلمان دتاج پوشۍ دستورې دجوړیدا په حال کې دی .
راپورښئ دغو سرچینو ویلی دی ، مڅمد بن سلمان چې عملا ئې د سعودی عربستان د رژیم قدرت ترلاسه کړی ، اوس دملی ګارډ دقوماندان متعب بن عبدا... بن عبدالعزیز دلیرې کولو په لټه کې دی او د آل سعود کورنۍ د دغه شهزاده لیرې کولو ته چې له پراخو اختیاراتو برخمن دی ، څو شپې ورځې پاتې دی .
د المنار خپرونې په دغې مقالې کې لیکل شوی دی ، دعربتسان دپاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د اوسیدو ماڼۍ ته د ایمبولانسونو اودبهرنیو ډاکټرانو تګ راتګ ، په همداوروستیو شپو ورځو کې د عربستان د ۸۳کلن پاچا د جسمانی وضعیَت دلاخرابیدو د بریښولو په خاطر زیات شوی دی .
د دغه راپورپه اساس دمحمد بن سلمان په پاچا کیدو سره به له صهونیسټ رژیم سره د سعودی عربستان داړیکو دعادی کیدا بهیر لازیات تیز شی او له تل ابیب سره به دسعودی عرب د تکفیری وهابی رژیم ملګرتیا هم لا زیاته نندارې ته وړاندې شی . او دمحمد بن سلمان قدرت ته په بشپړ ډول رسیدا به دعربستان په تاریخ کې یو تاؤتریخجنه اوخطرناکه مرحله وی او په دغې مرحلې کې به د شهزادګانو ترمینځ دقدرت په سر سیالۍ ترخطرناک حده ورسیږی او دهیواد اقتصادی ځوړتیا به هم لاترینګلی کړی او د امریکایانو او صهونیسټانو خورجینې به لازیاتې ترې ډکې شی .