دعربستان دپاچا دلیرې کولو سناریو په بشپړیدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52654-دعربستان_دپاچا_دلیرې_کولو_سناریو_په_بشپړیدو_ده
آل سعودرژیم ته نزدې خبری سرچینو نن وئیلی دی ، د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا د څنګةکیدا دسناریو وروستۍ مرحله چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی ، په برابریدو او دهغه دلیرې کیدا داعلامیې منظمیدا او دغه راز دمحمد بن سلمان دتاج پوشۍ دستورې دجوړیدا په حال کې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 24, 2017 13:20 Asia/Kabul
  • دعربستان دپاچا دلیرې کولو سناریو په بشپړیدو ده

آل سعودرژیم ته نزدې خبری سرچینو نن وئیلی دی ، د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا د څنګةکیدا دسناریو وروستۍ مرحله چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی ، په برابریدو او دهغه دلیرې کیدا داعلامیې منظمیدا او دغه راز دمحمد بن سلمان دتاج پوشۍ دستورې دجوړیدا په حال کې دی .

دلبنان  المنار ورځپاڼې  په  یوې مقالې کې  دسعودی عربستان د پاچا  ملک سلمان  دخپل زوی محمد بن سلمان په ګټه د څنګةکیدا سناریو نهائی مرحلې  ته رسیدلې  اعلان کړه .

 په دغې مقالې کې لیکل شوی دی ،  آل سعودرژیم ته  نزدې   خبری سرچینو  نن وئیلی دی ،  د سعودی عربستان د هغه وهابی  پاچا د څنګةکیدا  دسناریو  وروستۍ مرحله  چې   جسمانی وضعیَت  ئې   دومره هم بد نه دی ،  په برابریدو  او  دهغه دلیرې کیدا  داعلامیې منظمیدا  او دغه راز   دمحمد بن سلمان  دتاج پوشۍ  دستورې دجوړیدا په حال کې دی .

   راپورښئ  دغو سرچینو  ویلی دی ،  مڅمد بن سلمان چې  عملا ئې  د سعودی عربستان د رژیم  قدرت  ترلاسه کړی ، اوس  دملی ګارډ دقوماندان  متعب  بن عبدا... بن عبدالعزیز  دلیرې کولو په  لټه کې دی  او  د آل سعود کورنۍ د دغه شهزاده لیرې کولو ته  چې له پراخو اختیاراتو برخمن دی ، څو شپې ورځې پاتې دی .

 د المنار  خپرونې په دغې مقالې کې لیکل شوی دی ،   دعربتسان دپاچا ملک سلمان  بن عبدالعزیز  د اوسیدو  ماڼۍ ته د ایمبولانسونو اودبهرنیو ډاکټرانو  تګ راتګ ، په همداوروستیو شپو ورځو کې  د عربستان  د ۸۳کلن پاچا  د جسمانی  وضعیَت  دلاخرابیدو د بریښولو  په خاطر  زیات شوی  دی .

د دغه راپورپه اساس  دمحمد بن سلمان  په پاچا کیدو سره به  له صهونیسټ رژیم سره  د سعودی عربستان  داړیکو  دعادی کیدا بهیر  لازیات تیز شی  او  له تل ابیب سره به دسعودی عرب د تکفیری وهابی  رژیم ملګرتیا هم لا زیاته نندارې ته وړاندې شی .  او  دمحمد بن سلمان  قدرت ته په بشپړ ډول رسیدا به دعربستان په تاریخ کې  یو تاؤتریخجنه اوخطرناکه مرحله  وی  او په دغې مرحلې کې به  د شهزادګانو ترمینځ دقدرت په سر سیالۍ  ترخطرناک حده ورسیږی  او دهیواد اقتصادی ځوړتیا به هم  لاترینګلی کړی  او د امریکایانو او صهونیسټانو خورجینې به  لازیاتې ترې ډکې شی .