سعودی تالی څټو د یمن پر ځینو ولایتونو حملې سختې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52680-سعودی_تالی_څټو_د_یمن_پر_ځینو_ولایتونو_حملې_سختې_کړی
د سعودی تالی څټو جنګی الوتکو پرون پر یمن د خپلو حملو په دوام کښې، د دغه هیواد د ځینو ولایتونو استوګنې سیمې په نښه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2017 02:03 Asia/Kabul
  • سعودی تالی څټو د یمن پر ځینو ولایتونو حملې سختې کړی

د سعودی تالی څټو جنګی الوتکو پرون پر یمن د خپلو حملو په دوام کښې، د دغه هیواد د ځینو ولایتونو استوګنې سیمې په نښه کړې.

زمونږ خبریال د راپور له مخې، د یمن امنیتی سرچینو اعلان وکړ: د سعودی رژیم جنګی الوتکو د یمن  د عمران ولایت ځینې سیمې پینځه ځله په نښه کړې چې له امله یې دغو سیمو ته سخت تلفات واوختل خو  تراوسه د تلفاتو شمیر ندی خپور شوی.

له بلې خوا، په تعز ولایت کښې عینی شاهدان وایی چې سعودی تیریګرو جنګی الوتکو په دغه ولایت کښې د مقبنه ولسوالۍ درې ځله په نښه کړه.

په دغو حملو کښې العریش سیمه په نښه شوه چې له امله یې پریمان کورونه او ودانۍ ورانې شوې.