سعودی تالی څټو د یمن پر ځینو ولایتونو حملې سختې کړی
Jul 25, 2017 02:03 Asia/Kabul
د سعودی تالی څټو جنګی الوتکو پرون پر یمن د خپلو حملو په دوام کښې، د دغه هیواد د ځینو ولایتونو استوګنې سیمې په نښه کړې.
زمونږ خبریال د راپور له مخې، د یمن امنیتی سرچینو اعلان وکړ: د سعودی رژیم جنګی الوتکو د یمن د عمران ولایت ځینې سیمې پینځه ځله په نښه کړې چې له امله یې دغو سیمو ته سخت تلفات واوختل خو تراوسه د تلفاتو شمیر ندی خپور شوی.
له بلې خوا، په تعز ولایت کښې عینی شاهدان وایی چې سعودی تیریګرو جنګی الوتکو په دغه ولایت کښې د مقبنه ولسوالۍ درې ځله په نښه کړه.
په دغو حملو کښې العریش سیمه په نښه شوه چې له امله یې پریمان کورونه او ودانۍ ورانې شوې.
ټیګونه