دقطر دبحران دحل لپاره مو له عربستانه تمی لازیاتې دی
اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې تل داړیکو خرابول له رغاولو ډیرې آسانې وی ،ووئیل ؛ د دغه تخریب او ورانکارۍ ترمیم وخت ته اړتیا لری او په دې اند یوو چې په دغه سفر کې شوی لیده کاته دمتقابل باؤر جوړونې دفضا او دثبات دترلاسه کولو لپاره اغیزمن ګام شمیرل کیږی .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سعودی عربستان ،کویت اوقطر ته دخپل پړاؤیز سفر په پای کې ووئیل ، دسیمې دڅو عربو هیوادونو ترمینځ درامینځةشوی شخړې دحل لپاره مو له عربستانه تمې ډیرې زیاتې دی .
زمونږخبریال له انقره راپورراکړ اردوغان له دغه پړاویز سفره په بیرته ستنیدو وروسته دانقرې په هوائی ډګر کې په خبرې کنفرانس کې وئیلی دی ، په دغه سفر کې مو دقطر دبحران دحل او په دغه بهیر کې د ګډون دڅرنګوالی په باب خپل نظرونه مخاطبانو ته وړاندې کړی دی .
اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې تل داړیکو خرابول له رغاولو ډیرې آسانې وی ،ووئیل ؛ د دغه تخریب او ورانکارۍ ترمیم وخت ته اړتیا لری او په دې اند یوو چې په دغه سفر کې شوی لیده کاته دمتقابل باؤر جوړونې دفضا او دثبات دترلاسه کولو لپاره اغیزمن ګام شمیرل کیږی .
االبته ځینی باوری سرچینې وائی چې د ترکیې ولسمشر په دغه سفر کې هڅه کړې څو په دغه پړاویز سفر کې دقط بایکاټونکی هیوادونه قانع کړی ،څوله خپلو سرزورو دریځونو شاتګ وکړی خو لکه چې په دغه سفر کې ناکام شوی وی .