کویت دعربستان په حکم سره ۱۲ کسان نیولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53982-کویت_دعربستان_په_حکم_سره_۱۲_کسان_نیولی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دکویت امنیتی چارواکو له څو اونیو لټون وروسته دولس (۱۲)کسان چې له دې مخکې په غیابی ډول دلبنان دحزب الله او دایران لپاره په جاسوسۍ تورن وو ونیول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2017 14:08 Asia/Kabul
  • کویت د سعودي عربستان په دباو سره دغه دولس(۱۲) کسان نیولي دي .
    کویت د سعودي عربستان په دباو سره دغه دولس(۱۲) کسان نیولي دي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دکویت امنیتی چارواکو له څو اونیو لټون وروسته دولس (۱۲)کسان چې له دې مخکې په غیابی ډول دلبنان دحزب الله او دایران لپاره په جاسوسۍ تورن وو ونیول .

دکویت د کورنیو چارو وزارت نن ادعا وکړه د عبدلی ډلې غړی دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې نیول شوی دی .

دکویت قضایی او امنیتی ادارې ادعا کوی دغو دولسو(۱۲) نیول شویو کسانو دلبنان حزب الله غورځنګ او ایران ته اطلاعات ورکول .

دایران اسلامی جمهوریت  دعبدلی ډلې له غړیو سره ارتباط رد کړی دی او د لبنان داسلامی مقاومت غورخنګ حزب الله مشر حسن نصر الله هم په نوی وینا کښې ویلی دی ددغه غورځنګ هیڅ غړی په عبدلی ډلې کښې غړیتوب نه دی لرلی .

راپورونه وایی چې کویت د سعودی عربستان په دباو سره دغه دولس(۱۲) کسان نیولی دی .