ترکیه په سوریې کښې پوځی عملیات کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i54396-ترکیه_په_سوریې_کښې_پوځی_عملیات_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې لومړی وزیر بینالی یلدریم په سوریې کښې دخپل هیواد دنویو عملیاتو د پیلولو د احتمال خبر ورکړ او ویې ویل په دې زمینه کښې مو ضروری تدبیرونه غوره کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2017 01:12 Asia/Kabul
  • ترکیه په خپل هیواد کښې د داعش ،النصره او دنورو ترهګرو ډلو غړیوته پوځي روزنه هم ورکوي .
    ترکیه په خپل هیواد کښې د داعش ،النصره او دنورو ترهګرو ډلو غړیوته پوځي روزنه هم ورکوي .

ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې لومړی وزیر بینالی یلدریم په سوریې کښې دخپل هیواد دنویو عملیاتو د پیلولو د احتمال خبر ورکړ او ویې ویل په دې زمینه کښې مو ضروری تدبیرونه غوره کړی دی .

هغه پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې دسوریې په خاوره کښې دترکیې دپوځی عملیاتو احتمال ځاې په ګوته نکړ خو ددغه هیواد رسنیو په تیرو څو ورځو کښې دسوریې د ادلب ښار په خواوشا کښې د پوځی عملیاتو د ترسره کولو لپاره د پوځ د چمتووالی په اړه خبرونه خپاره کړی دی .

دسوریې په شمال کښې ادلب ولایت چې دترکیې سرحد ته نږدې پروت دسوریې او دنورو هیوادونو دترهګرو ډلو د وسیدو ستر مرکز دی .

 ترکیه له سعودی عربستان ، قطر، امریکا ، انګلستان ، فرانسې ، جرمنی ،اردن ، اسرائیلو،بحرین وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ،لیبیا اوقفقاز سیمه کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړی ده .

ترکیه په خپل هیواد کښې د داعش ،النصره او دنورو ترهګرو ډلو غړیوته پوځی روزنه هم ورکوی او  په وړیا ډول د ژوبلو ترهګرو درملنه هم کوی .