ترکیه په سوریې کښې پوځی عملیات کوی
-
ترکیه په خپل هیواد کښې د داعش ،النصره او دنورو ترهګرو ډلو غړیوته پوځي روزنه هم ورکوي .
ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې لومړی وزیر بینالی یلدریم په سوریې کښې دخپل هیواد دنویو عملیاتو د پیلولو د احتمال خبر ورکړ او ویې ویل په دې زمینه کښې مو ضروری تدبیرونه غوره کړی دی .
هغه پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې دسوریې په خاوره کښې دترکیې دپوځی عملیاتو احتمال ځاې په ګوته نکړ خو ددغه هیواد رسنیو په تیرو څو ورځو کښې دسوریې د ادلب ښار په خواوشا کښې د پوځی عملیاتو د ترسره کولو لپاره د پوځ د چمتووالی په اړه خبرونه خپاره کړی دی .
دسوریې په شمال کښې ادلب ولایت چې دترکیې سرحد ته نږدې پروت دسوریې او دنورو هیوادونو دترهګرو ډلو د وسیدو ستر مرکز دی .
ترکیه له سعودی عربستان ، قطر، امریکا ، انګلستان ، فرانسې ، جرمنی ،اردن ، اسرائیلو،بحرین وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ،لیبیا اوقفقاز سیمه کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړی ده .
ترکیه په خپل هیواد کښې د داعش ،النصره او دنورو ترهګرو ډلو غړیوته پوځی روزنه هم ورکوی او په وړیا ډول د ژوبلو ترهګرو درملنه هم کوی .