په یمن د سعودی عربستان حملې دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i54472-په_یمن_د_سعودی_عربستان_حملې_دوام_لری
زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دیمن په حجه ولایت کښې په میدی ښارګی څو ځله بمبارې وکړې چې له کبله یې دسیمې ډیرو کورونو او بیخ بنایی تاسیساتو ته تاوانونه ورسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2017 00:32 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن کښې سخته ماتي خوړلي ده او خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی .
    سعودي عربستان په یمن کښې سخته ماتي خوړلي ده او خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی .

زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دیمن په حجه ولایت کښې په میدی ښارګی څو ځله بمبارې وکړې چې له کبله یې دسیمې ډیرو کورونو او بیخ بنایی تاسیساتو ته تاوانونه ورسیدل .

دغه تیری ته په ځواب کښې د یمن پوځ او ولسی کمیټیو د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې الموسوم سیمې ته په ورتلونکی لاره کښې د ال سعود رژیم د پوځیانو په مرکز  راکټی حمله وکړه او له کبله یې تیریګرو ځواکونو ته مرګ ژوبلې  واوښتلې اونور تاوانونه هم  ورته ورسیدل .

دیمن عسکرو دغه راز په تعز جنوبی ولایت کښې په الوازعیه  کښې په جبل راسان سیمه کښې دسعودی عربستان په لسګونو ګوډاګیان  مړه یا ژوبل کړل .

دیمن عسکرو دغه راز دمیدی صحرا په شمال کښې د سعودی عربستان درې(۳) ګوډاګیان هلاک کړل او په دغه سیمه کښې دهغوې په مرکزونو یې دتوپونو ډزې وکړې .

سعودی عربستان دوه(۲) کاله کیږی چې داسرائیلو ، امریکا او دانګلستان په حکم او اجازې سره دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی  او په زرګونو بې ګناه خلک یې وژلی دی .

سعودی عربستان په یمن کښې سخته ماتی خوړلی ده او خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی .