دعراق په تلعفر شاوخواکې یوشمیر سیمې آزادې شوې
دعراق لومړی وزیر او د دغه هیواد درستو قواؤ کمانډر انچیف حیدر العبادی نن سهار وختی دعراق دشمال نینوا ولایت دمرکز موصل په لویدیځ کې دتلعفر ښار د آزادونکو عملیاتو دپیلولو حکم صدر کړی دی . تلعفر د داعش ترهه ګرې ډلې یو مهم مرکز او موصل ته له سورئې د ترهه ګرو دتلو راتلو لپاره یوه مهمه اوسټراژیکه لاره ده
زمونږخبریال دعراق دالفرات نیوز چینل له قوله راپور راکړ دعراق وسله وال پوځ د دغه هیواد په شمال کې د تلعفر ښار دآزادونکو عملیاتو په دوام کې نن د دغه ښار په لویدیځی سیمو کې د داعش تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو د النجار او الحنش کلی آزاد کړل .
راپورښئ دعراق لومړی وزیر او د دغه هیواد درستو قواؤ کمانډر انچیف حیدر العبادی نن سهار وختی دعراق دشمال نینوا ولایت دمرکز موصل په لویدیځ کې دتلعفر ښار د آزادونکو عملیاتو دپیلولو حکم صدر کړی دی . تلعفر د داعش ترهه ګرې ډلې یو مهم مرکز او موصل ته له سورئې د ترهه ګرو دتلو راتلو لپاره یوه مهمه اوسټراژیکه لاره ده او له دغې لارې د داعش لپاره ټوله لاجسټیکی مرستې لیږدول کیږی .
دم ګړۍ دموصل په لویدیځ کې تلعفر ښار ، دکرکوک په جنوب لویدیځ کې الحویجه ښار او دسورئې له پولې سره نزدې دعراق دشمال د الانبار ولایت په لویدیځ کې القائم ښار له داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې په نیواک کې دی .