دعراق په تلعفر ښارشاخواکې یوشمیر نوره سیمې هم آزادې شوې
دامنیتی ځواک او الحشد الشعبی ولسی مبارز ځ واک ترمینځ ښه غږملتیا شته او له داعشی تکفیریانوسره مټ په مټ مبارزه کوی .
مهر خبری آژانس راپورورکړ دعراق دالحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک ځینو سرچینو وئیلی دی ، دعراق پولس اوولسی مبارز ځوک د تلعفر په لویدیځ کې درې کلی آزاد کړی او له لویدیځی چورلیزه دتلعفر مرکز په لور پرمختګ هماغه راز روان دی .
دغو سرچینو دعرقا دهوائی ځواک د ټارګټ دخطا کولو لپاره داعشی ترهه ګرو دتلعفر دتیلو څاګانو ته په اوور اچولو سره لوخړې پورته کړی دی .
دتلعفر دآزادونکو عملیاتو قوماندان عبدالامیر یارا..... هم وئیلی دی ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ځواک دتعلفر په لویدیځ کې څو کلی آزاد کړی دی او د عراق بیرغ ئې پرې رپاولی دی .
دعراق دپولیسو مشر زائد شاکر جودت هم وئیلی دپولیسو دولسی مبارز ځواک په ملاتړ سره په دغو عملیاتو کې شل داعشی ترهه ګر هلاک کړی او یو شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی ئې هم ورته تباه کړی دی .
دعراق دبدر تنظیم عمومی منشی هادی العامری هم وئیلی دی ،په تلعفر کې موجود کابو نیم داعشیان بهرنی ترهه ګر دی او شمیر ئې هم له شپاړسو سوو تر دوه زره کسانو پورې دی .
هغه وئیلی دی دامنیتی ځواک او الحشد الشعبی ولسی مبارز ځ واک ترمینځ ښه غږملتیا شته او له داعشی تکفیریانوسره مټ په مټ مبارزه کوی .