اسلامی ایران په سورئې کې ډیر رغنده رول لوبوی
زمونږخبریال راپور راکړ په ملګروملتو کې دروسیې استازی بیګا په سورېئ کې د ایران د ګواښ په باب دصهونیسټ رژیم دلومړی وزیر دادعاګانو په غبرګون کې ټینګار کړی ، ایران په سورئې کې ډیر زغنده رول لوبوی .
دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو پرون په سوچی کې دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې له سورئې سره دایران په ملګرتیا خپل خپګاه څرګند کړی دی .
نتن یاهو په سورئې کې داسلامی ایران په قانونی شتون په نیوکو سره مدعی شوی ، په سورئې کې دایران دنفوذ پراختیا دسیمې اونړۍ لپاره یو ګواښ دی .
داپه داسې حال کې دی چې ماسکو په کرتو دصهونیسټ رژیم دادعاګانو په ردولو سره اعلان کړی دی ، روسیې ،ایران او دلبنان حزب ا.... ولسی غورځنګ دترهه ګرۍ په ضد د سورئې ملاتړی دی .
فارس خبری آژانس هم راپورورکړی په ملګروملتو کې دروسیې استازی واسیلی نینزیا پخپلو څرګندونو کې جوته کړې ، په سورئې کې امنه سیمې چې ایران ئې د ترکیې اوروسیې ترڅنګ ضمانت کړی دی ، دسورئې دبحران دختمولو په لاره کې یو واقعی پرمختګ دی ، چې ځینی لوری نه غواړی په سورئې کې شخړه پای ته ورسیږی او دغه هیواد اوولس ئې کراری ووینی .