دسوریې عسکرو اولس سیمې له ترهګرو پاکې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i54950-دسوریې_عسکرو_اولس_سیمې_له_ترهګرو_پاکې_کړې
فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ او ملګرو د حمص ولایت په شمال ختیځ کښې اولس(۱۷) سیمې له داعش ترهګرو ازادې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2017 14:03 Asia/Kabul
  • په تیرو دریو (۳)میاشتو کښې په سوریې کښې اته زره(۸۰۰۰) ټروریسټان هلاک شوي دي .
    په تیرو دریو (۳)میاشتو کښې په سوریې کښې اته زره(۸۰۰۰) ټروریسټان هلاک شوي دي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ او ملګرو د حمص ولایت په شمال ختیځ کښې اولس(۱۷) سیمې له داعش ترهګرو ازادې کړې .

دحمص ولایت په خوا کښې د سوریې دعسکرو دعملیاتو په دوام سره د «الاعلام الحربی» اطلاع  رسونې مرکز  وویل حریث ، روضه الحوش ، العصفوریه ، جبل المنشار ، خشم المنشار ، خشم نویو ، تلال الغویر ، الصیده ، وادی الجرف ، وادی السهل ، خشم الحامضه ، جبل اللابده ، وادی قطقط ، جبل ثنیه الصفره ، جبل حویه الراس ، خربه الصموریه ، جبل السطیح  سیمې په  کامل ډول د سوریې د حکومتی عسکرو او د لبنان دحزب الله اسلامی مقاومت دځواکونو لاس ته ورغلې .

دغه راز  په سوریې کښې  د روسیې دوسله والو ځواکونو قوماندنۍ پرون  وویل په تیرو دریو (۳)میاشتو کښې په سوریې کښې اته زره(۸۰۰۰) ټروریسټان هلاک شوی دی .

دسوریې پوځیان د لبنان د اسلامی مقاومت حزب الله په مرستې سره په تیرو څومیاشتو کښې توانیدلی دی په بیلابیلوسیمو کښې ترهګرو ته سخت ګوزارونه ورکړی .