نړیواله ټولنې دې له ترهه ګروډلوسره دمبارزې لپاره دعراق بشپړملاتړ وکړی
دعراق خارجه وزیر ابراهیم جعفری پرون مازدیګر په بغداد کې دفرانسې له دفاع وزیر فلورانس پارلې سره په کتنې کې وئیلی دی ، د درستې نړۍ دثبات لپاره د ترهه ګرو ډلو د خطرې په دلیل ، له ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې په لاره کې له عراقه دنړیوالې ټولنې ملاتړ دورځې یو ضرورت دی .
دسعودی عربستان حکومتی خبری آژانس له بغداده راپور ورکړی ،دعراق خارجه وزیر اود فرانسې دفاع وزیر په دغو لیدوکاتو کې همداراز له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې دعراق دپوځ دبریالیتوبونو او دعراق له وسله والو ځواکونو دفرانسې دملاتړونو په باب بحث اومشورې شوی دی .
دعراق خارجه وزیر له دې مخکې د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایوز لودریان هم کتنه او د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې کړې وې . دفرانسې خارجه وزیر او دفاع وزیر پرون سهار له عراقی مشرانو سره د لیدوکاتو لپاره بغداد ته تللی دی . له ترهه ګرۍ سره مبارزه او په دې زمینې کې له عراقی حکومت سره ملګرتیا په بغداد کې د فرانسې دخارجه اودفاعی چارو د وزیرانو د خبرواترو اصلی چورلیز اعلان شوی دی .