دسوریې کړکیچ پوځ حل لاره نلری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55126-دسوریې_کړکیچ_پوځ_حل_لاره_نلری
زمونږ خبریال وایی دمصر دبهرنیو چارو وزیر سامح الشکری په دې خبرې ټینګار سره چې دسوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری وویل سوریې ته دثبات ستنیدل یوازې دخبرو له لارې امکان لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2017 01:23 Asia/Kabul
  • دسوریې دکړکیچ دحل لپاره باید ددغه هیواد له حکومت سره خبرې وشي .
    دسوریې دکړکیچ دحل لپاره باید ددغه هیواد له حکومت سره خبرې وشي .

زمونږ خبریال وایی دمصر دبهرنیو چارو وزیر سامح الشکری په دې خبرې ټینګار سره چې دسوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری وویل سوریې ته دثبات ستنیدل یوازې دخبرو له لارې امکان لری .

هغه  وویل دسوریې دکړکیچ دحل لپاره باید ددغه هیواد له حکومت سره خبرې وشی .

دمصر دباندنیو چارو وزیر زیاته کړه قاهره  دسوریې د بیا رغاونې او له ترهګرۍ سره دمبارزې په هدف دسوریې  دحکومتی ادارو او د هیواد  د وحدت په ساتلو ټینګار لری .

په سوریې کښې جنګ سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، ترکیې ، اردن ، اسرائیلو ، بحرین ، کویت  او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو رامینځته کړی او دغه هیوادونه له ترهګرو ډلو سره هرډول مالی او پوځی مرستې کوی .