قطر د هیڅ هیواد په چارو کښې لاسوهنه نه کوي
Sep 01, 2017 03:14 Asia/Kabul
مونږ همهغه شان د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له لارې د دې کړکیچ په حل لارې پابند یو.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا ټینګار وکړ چې دوحه د هیڅ کوم هیواد په چارو کښې لاسوهنه نه کوي او هیڅ هیواد ته په خپلو چارو کښې د لاسوهنې اجازه هم نه ورکوي.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون په بروکسل کښې یوه خبري غونډه کښې زیاته کړه: د عربستان، مصر، اماراتو او بحرین په شمول د قطر محاصره کونکو څلورو هیوادونو په خپلو کورنیو چارو کښې د قطر د دخالت په هکله هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی.
هغه په دې خبرې سره چې د قطر کلابندونکو هیوادونو د ملګرتیا شورا هم له خطر سره مخامخ کړې ده، وویل: مونږ همهغه شان د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له لارې د دې کړکیچ په حل لارې پابند یو.
ټیګونه