دسورئې ولسمشر په القلمون کې له عاموخلکوسره داختر لمونځ اداکړ
د سورئې ولسمشر بشار اسد نن د لوی اختر لمونځ دلویدیځی القلمون په قاره سیمې کې چې په همداوروستیو کې دداعشی تکفیریانو له سپیره وجوده پاکه شوی سیمه ده ، په بلال جومات کې د سورئې له ستر مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون، داوقافو وزیر محمد عبدالستار پشمول یو شمیر لوړپوړو سیاسی چارواکو او عامو خلکو سره یو ځای دلوی اختر لمونځ اداکړ .
دسورئې سانان رسمی خبری آژانس راپورورکړداعشی تکفیری ترهه ګر په همدا وروستیو کې دسورئې دلویدیځی القلمون سیمې څخه د سورئې دپوځ او مقاومت دمبارزانو په لاس درنده ماته خوړلې او دغې سیمې ئې شاتګ کړی او د درستو ترهه ګرو په وتلو سره دغه سیمه له تکفیری ترهه ګرو په بشپړ ډول پاکه شوې ده .
دسورئې اولبنان په پولو کې په لویدیځی القلمون کې د داعش تکفیری ترهه ګرو دکلابندۍ په تنګیدو سره ترهه ګر د سورئې دپوځ او دلبنان داسلامی مقاومت دمبارزانو د درستو شرطونو په منلو سره تسلیم شوی او له دغې سیمې په بشپړ ډول له وتلو او د سورئې ختیځ دیرالزور ولایت ته له تلو سره موافقه کړې وه .
همداراز په یوه بل خبر کې وئیل شوی چې په لسګونو زره فلسطنیی مسلمانانو نن د الاقصی جومات په شاوخوا او قدس کې دصهونیسټانو له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره په دغه سپیڅلی جومات کې د لوی اختر لمونځ قایم کړ او یو ځل ئې بیا نړیوال صهونیسټی رژیم ته وښودله چې هیڅکله هم دهغوی جنایتونه او تیری دوی له الاقصی جوماته نشی غړولی .