دامریکاموخه په سورئې کې دترهه ګرو ساتل دی
لاؤروف زیاته کړې دامریکا اصلی موخه ، په سورئې کې له ولسی او روا سیاسی نظام سره دمقابلې لپاره له ترهه ګرو ملاتړ دی .
المیادین ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی و امریکا دسورئې دشخړې په حل کې له رول لوبولو عاجزه شوې ده .
لاؤروف زیاته کړې دامریکا اصلی موخه ، په سورئې کې له ولسی او روا سیاسی نظام سره دمقابلې لپاره له ترهه ګرو ملاتړ دی .
دروسیې خارجه وزیر روښانه کړې ، دامریکا دپخوانی ولسمشر اوباما حکومت او اوسنی حکومت د سورئې دبحران د حل لپاره دسولې دخبرواترو په بهیر کې کارړنګونې کوی . هغه ووئیل روسیه دسورئې دبحران دحل لباره خپلو سیمه ایزو هلوځلو ته دوام ورکوی .
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په یوې مقالې کې چې نن خپره شوی دی ، لیکلی دی ، د سورئې دمسئلو دسیاسی حل او عادی ژوند ته د دغه هیواد دخلکو بیرته دستنیدو لپاره زمینې په یوه وخت تامین شوی دی .
دروسیې ولسمشر همداراز وئیلی دی ، په سورئې او دنړۍ په نورو هیوادونو اوسیمو کې له ترهه ګرو سره مبارزه باید دوام ومومی .