دترهه ګرۍدملاتړوهیوادونو په مقابل کې دمقاومت دچورلیز دجبهې بریالیتوبونه اغیرمن دی
هغه همداراز له سورئې سره سوکه سوکه دنزدیکیدو په باب د اردن ددریځونو په باب هم ووئیل ، نن سبا ټولو هیوادونو له ترهه ګرۍ خطره احساس کړې ده او دغه هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د مقاومت چورلیز ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ا و تکفیری ډلو ته ماته ورکوی .
دسورئې دپارلیمان مرستیال مشر نجدت انزور نن له ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، هیواد ئې د ترهه ګرۍ د ملاتړو هیوادونو په چلند کې دحقیقی بدلون او دنتیجو په تمه دی او د مقاومت د چورلیز او هم دخپلو متحدانو ایران او روسیې بریالیتوبونه او اغیزې ، د هغو هیوادونو په په مقابل کې په ښه ډول لیدل کیږی .
هغه وئیلی دی ، دسورئې دپوځ او دمقاومت دچورلیز بریالیتوبونو دسورئې په بحران کې د هغوبیلابیلو لورو په مقابل کې چې له امریکا ،صهونیسټی رژیم او لویدیځوالو پیروی کوی ، ډیرې اغیزې رامینځةکړی دی ،خو دغه هیوادونه په پیل کې باید دترهه ګرو له وسلوالو او مالی ملاتړونو لاس په سر شی .
هغه همداراز له سورئې سره سوکه سوکه دنزدیکیدو په باب د اردن ددریځونو په باب هم ووئیل ، نن سبا ټولو هیوادونو له ترهه ګرۍ خطره احساس کړې ده او دغه هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د مقاومت چورلیز ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ا و تکفیری ډلو ته ماته ورکوی . دسورئې دپارلیمان مرستیال مشر د دغه هیواد شخړې دحل لپاره دسیاسی خبرواترو په باب هم ووئیل سوریه له هر ډول هغو خبرواترو سره چې دترهه ګرۍ دنابودۍ اوځپلو لامل کیږی موافقه ده او هیله منه ده چې د هیوادونو ددریځونو په بدلیدو سره په نزدې راتلونکی کې د دغو شخړو دختمیدو کتونکی شو . هغه دالقلمون په لوړو کې د داعش تکفیری ترهه ګرئې ډلې په مقابل کې وروستیو بریالیتوبونو ته په اشارې سره هم ووئیل ، دغه بریالیتوب ثابته کړې ده ، دمقاومت چورلیز ، خپل اصلی د ښمن صهونیسټ رژیم ګڼی او په قلمون کې بریالیتوب له مقاومت څخه په ملاتړ کې د ایران اوسورئې د دریځ لپاره یوه معنوی او نفسیاتی کامیابی هم ده .