د دیرالزور محاصره ماته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55366-د_دیرالزور_محاصره_ماته_شوه
د سوریې د پوځي ځواکونو لومړۍ ډله د سوریې د داعش ډلې له خوا  په ختیځ کې د دیرالزور د درې کلنې محاصرې په ماتولو سره  دغه ښار ته ورننوتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2017 02:06 Asia/Kabul
  • د دیرالزور محاصره  ماته شوه

د سوریې د پوځي ځواکونو لومړۍ ډله د سوریې د داعش ډلې له خوا  په ختیځ کې د دیرالزور د درې کلنې محاصرې په ماتولو سره  دغه ښار ته ورننوتل.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د سوریې میداني سرچینو پرون وویلی د سوریې د پوځ  مخکښ یونټونه د دیرالزور ښار د  کلابندۍ په ماتولو سره  دغه ښار ته ورننوتل.

د سوریې پوځیانو  چې په پوځي ګاډو کې سپاره وو   له لوډ سپیکرو په استفادې سره دد غه ښار خلکو ته د دیرالزور ښار د محاصرې د ماتیدو خبر ورکړ.

 په دیر الزور کې د سوریې د پوځیانو له پرمختګ سره په یو وخت داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې د دغه ښار ځینې محلې  په هاوانونو وویشتلې  چې له امله یې یو شمیر ملکي کسان ووژل شول.

د سوریې پوځ له دې مخکې دیروالزور په  جنوب لویدیځ کې  شولا ښارګی د داعش له نیواکه ازاد کړی و.

دیرالزور تیلي ښار  له دوه زره څوارلسم کاله تر اوسه د داعش ترهه ګرې ډلې په کلابندۍ کې و او د دغه  ښار خلکو ته مرستې یوازې له هوایي لارې رسیدلې.