سعودی عربستان دامریکا په بشپړملاتړسره په یمن کې جنایتونه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55394-سعودی_عربستان_دامریکا_په_بشپړملاتړسره_په_یمن_کې_جنایتونه_کوی
دیمن په بې وځله عربی هیواد دسعودی عربستان دغه ډول پوځی تیری د بې څوکه ماشومانو اوښځو پشمول دڅّه دپاسه دولس زره مظلومو یمن والو دقربانی کیدا او د لسګونو زره نورو دټپی کیدا او دغه راز دمیلیونو نو کسانو د کډوالیدو لامل شوی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 05, 2017 00:42 Asia/Kabul
  • سعودی عربستان دامریکا په بشپړملاتړسره په یمن کې جنایتونه کوی

دیمن په بې وځله عربی هیواد دسعودی عربستان دغه ډول پوځی تیری د بې څوکه ماشومانو اوښځو پشمول دڅّه دپاسه دولس زره مظلومو یمن والو دقربانی کیدا او د لسګونو زره نورو دټپی کیدا او دغه راز دمیلیونو نو کسانو د کډوالیدو لامل شوی دی.

زمونږخبریال راپور راکړ  د اسلامی ایران درهبرۍ د خبرګانو شورا  مشر آیت ا... احمد جنتی  پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې روښآنه کړې  سعودی عربستان  دامریکا په ملاتړ سره  په یمن کې په لسګونو زره  بې ګناه اومظلوم خلک په وینو کې لیت پیت کړی او دهغوی درست تاسیسات او   عام ځایونه ئې په کنډوالو بدل کړی دی .

دیمن  په بې وځله  عربی هیواد دسعودی عربستان  دغه ډول پوځی  تیری  د بې څوکه ماشومانو اوښځو پشمول  دڅّه دپاسه دولس زره   مظلومو یمن والو دقربانی کیدا  او د لسګونو زره نورو دټپی کیدا او دغه راز دمیلیونو نو کسانو د کډوالیدو لامل شوی دی.

  آیت ا.... جنتی همداراز  دفلسطین موضوع ته په اشارې سره هم وئیلی دی ،   داسلامی  ایران  ملاتړونو دفلسطین موضوع ژوندۍ ساتلې ده او  له مظلوم فلسطینی ولس سره ئې هرډول مرستې کړی دی .  اسلامی ایران تل  دفلسطین دمظلوم ملت  په ضد دوحشی ډوله صهونیستی رژیم   جنایتونه  محکوم کړی او  دفلسطنیانو ئې بشپړ ملاتړ کړی دی.

داپه داسې حال کې دی چې  دسعودی عربستان پشمول ځینی  عرب هیوادونه   له اسرائیلو سره داړیکو په عادی کولو پسې دی او دمسلمانانو د لومړنۍ قبلې    الاقصی  دنیواک په  هیرولو پسې دی .