دسورئې جارواکی وائی صهونیسټ رژیم له ترهه ګرو بشپړملاتړته ملاتړلې ده
دسورئې شخړه له ۲۰۱۱کال راهسې دعربستان ،امریکا اودترکیکې پشمول دهغو دنورو متحدانو په بشپړ ملاتړ سره دصهونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولو په موخې سره پیل شوی ده
زمونږخبریال دخبرو سرچینو له قوله راپورراکړ دسورئې خارجه وزارت دملګروملتو سرمنشی او دامنیت شوراپړاویز مشر ته په جلاجلا لیکونو کې په حماه ولایت کې دسورئې دپوځ پر مرکز دصهونیسټ رژیم دجنګی الوتکو د وروستۍ حملې په محکوم کولو سره روښانه کړې ،اسرائیل په دغه ډول حملو سره له ترهه ګرو بشپړ ملاتړ نندارې ته وړاندې کړی دی.
په دغو دواړو لیکونو کې راغلی دی ، د صهونیسټ رژیم دغه حملې د داعش اوالنصره جبهې پشمول له ترهه ګرو ملاتړ لپاره په یوې رودې بدلې شوی دی .
دسورئې خارجه وزارت ددې خبرې په کولو سره چې د دغه هیواد پوځ اومتحدان ئې دنړۍ په نیابت سره له ترهه ګرۍسره مبارزه کوی ،ټینګار کړی؛ ملګری ملتو اوامنیت شورا تراوسه پورې په سورئې دصهونیسټ رژیم دتیریو د مخنیوی لپاره هیڅ تدبیرونه نه دی غوره کړی .
اسرائیل تل له ترهه ګرو دملاتړ لپاره د سورئې پر مرکزونو اومورچلو حملې کوی .دسورئې شخړه له ۲۰۱۱کال راهسې دعربستان ،امریکا اودترکیکې پشمول دهغو دنورو متحدانو په بشپړ ملاتړ سره دصهونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولو په موخې سره پیل شوی ده ، خو دسورئې پوځ د مقاومت دچورلیز دځواک په مرستو سره په وروستیو میاشتو کې توانیدلی دی ترهه ګرو ته سخت ګوزارونه ورکړی او ترهه ګر اودهغوی اربابان ئې سخت لالهانده کړی دی اولاره ترې ورکه شوی ا و نور نه پوهیږی چې په کوم لور وتښتی .