د دوحې د بایکاټونکو څلورو عرب هیوادونو ادعاوې دروغ دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55621-د_دوحې_د_بایکاټونکو_څلورو_عرب_هیوادونو_ادعاوې_دروغ_دي
قطر له ترهګرۍ د خپل ملاتړ په هکله د دوحې د بایکاټونکو څلوور هیوادونو ادعاوې چې د دغو هیوادونو په وروستۍ خبرپاڼه کښې ورته اشاره شوې ده، بې بنیاده وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2017 02:58 Asia/Kabul
  • د دوحې د بایکاټونکو څلورو عرب هیوادونو ادعاوې دروغ دي

قطر له ترهګرۍ د خپل ملاتړ په هکله د دوحې د بایکاټونکو څلوور هیوادونو ادعاوې چې د دغو هیوادونو په وروستۍ خبرپاڼه کښې ورته اشاره شوې ده، بې بنیاده وبللې.

د قطر د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د دفتر مدیر احمد بن سعیدالرمیحي بیګا وویل: د دوحې د بایکاټونکو څلورو عرب هیوادونو د بیانیې مفادچې د دغو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د قطر د لاسوهنې او له ترهګرۍ د مالي ملاتړ ادعا ده، بې بنیاده تورونه دي او د قطر د سیاست له اصولو سره سمون نه خوري.

 الرمیحي همداشان د دغو هیوادونو له دیارلس ګونو غوښتنو سره د قطر د موافقې په اعلان پورې اړوند مطالب دروغ وبلل او څرګنده یې کړه چې قطر داسې غوښتنې مني چې د دې هیواد حاکمیت زیانمن نه کړي.