د سیمې لپاره د امریکې او اسرائیلو دسیسې ماتې خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i56029-د_سیمې_لپاره_د_امریکې_او_اسرائیلو_دسیسې_ماتې_خوړلې_ده
د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي ټنیګار وکړ چې په سوریې، عراق، لبنان او یمن کښې مقاومت د سیمې لپاره د امریکې او صهیونیسټ رژیم طرحه ناکامه کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2017 03:04 Asia/Kabul
  • د سیمې لپاره د امریکې او اسرائیلو دسیسې ماتې خوړلې ده

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي ټنیګار وکړ چې په سوریې، عراق، لبنان او یمن کښې مقاومت د سیمې لپاره د امریکې او صهیونیسټ رژیم طرحه ناکامه کړه.

عبدالملک الحوثي پرون مازیګر وویل: امریکا او اسرائیل د سیمې د هیوادونو د کمزورې کولو او ورباندې د سلطې په لټه کښې وو خو په سوریې، عراق، لبنان او یمن کښې مقاومت د واشنګټن او صهیونیسټي رژیم د دې طرحې د ماتې سبب شو.

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي پر خپل هیواد د سعودي عربستان تیري ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: په سیمه کښې له ماتو خوړلو سره سره د ریاض د حکومت عقل لا ځاې ته نه دی راغلی.

هغه زیاته کړه چې عربستان غواړي په عراق، سوریې او لبنان کښې خپل ماتې په یمن کښې جبیره کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې پر یمن د سعودي عربستان د تیریو د مخنیوي لپاره ممکنه ده د یمن توغندي او بې پایلټه الوتکې ډیر زر د عربستان پوځي او تیلي مرکزونه په نښه کړي.