په سلګونو وسله د سوریې له پوځ سره یوځاې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i56099-په_سلګونو_وسله_د_سوریې_له_پوځ_سره_یوځاې_شوی
زمونږخبریال وایی په سوریې کښې د وسله والو ډلو په سلګونو غړی له داعش ترهګرې ډلې سره دجنګیدا لپاره له پوځ سره یوځاې شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2017 10:51 Asia/Kabul
  • دسوریې عسکرو دحمص ولایت په ختیځ سیمه کښې درې(۳) کلی له داعش ډلې ازاد کړل .
    دسوریې عسکرو دحمص ولایت په ختیځ سیمه کښې درې(۳) کلی له داعش ډلې ازاد کړل .

زمونږخبریال وایی په سوریې کښې د وسله والو ډلو په سلګونو غړی له داعش ترهګرې ډلې سره دجنګیدا لپاره له پوځ سره یوځاې شوی .

په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې مرکز چې حمیمیم (Hamimim) نومیږی وویل د وسله والو ډلو کابو اته زره(۸۰۰۰) غړی چې اوه(۷) یې پکښې قوماندان شامل دی له داعش سره دسوریې دپوځ په څنګ کښې دجنګیدا لپاره  داردن له سرحد څخه دسوریې په ختیځ کښې دفرات سیند ساحلونو ته روان شوی .

دغه راز د پوځی مسایلو شناند علی رحمون دسوریې له پوځ سره د وسله والو کسانو یوځاې کیدل دجنګ په میدان کښې د نویو معادلاتو ښودونکی وباله او ویې ویل دغه چاره به دترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره د داعش پرضد د پوځ د عملیاتو دچټک کیدا  سبب شی .

دغه راز دسوریې عسکرو د حزب الله په مرستې سره په لویدیځ او مرکز کښې دحمص ولایت په ختیځ سیمه کښې درې(۳) کلی له داعش ډلې ازاد کړل .

حکومتی  عسکرو په ضهور الخنزیر ، ابوطراحه او الشندخیه جنوبی کلیو کنټرول سره د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر غړی ووژل او په درنو وسلو سمبال دهغوې څو ګاډی یې هم تباه کړل .