په دیر الزور کې د داعشیانو شاته تګ روان دی
Sep 21, 2017 01:37 Asia/Kabul
د روسیې دفاع وزارت د سوریې په دیر الزور کې د ۸۵۰ ترهه ګرو د وژلو خبر ورکړ.
د روسیې دپوځ د عملیاتو دمرکزي ادارې مشر وویل : د روسیې بم غورځوونکو الوتکو پرون په دیر الزور ولایت کې د ترهه ګرو په مرکزونو په بمبارۍ سره کابو اته نیم سوه ترهه ګر ووژل .
سرګئ رودسکوي زیاته کړه : په دغو عملیاتو کې همداراز یوولس ټانکونه ، څلور زغر ګاډي ۴۶ په درنو وسلو سنبال ګاډي، پينځه هاوانونه ، شل ټرکونه او د وسله او مهماتو اته دیرش ګودامونه له مینځه یوړل شول.
د دیرالزور ولایت زیاتې برخې په تیرو ورځو کې د سوریې د پوځ له خوا د داعش له ترهه ګرو ازادې شوې.
ټیګونه