په عراق کې سیاسی خلاء دترهه ګرو لپاره نوی فرصت برابروی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i56809-په_عراق_کې_سیاسی_خلاء_دترهه_ګرو_لپاره_نوی_فرصت_برابروی
په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان په تهران کې د فرانسې د ډیپلوماسۍ داکاډمۍ له مشر میشل دوکلو سره په کتنې کې روښآنه کړې ، عراقه دکردستان سیمې دبیلیدا دټول پوښتنې په ترسره کولو کې د دکردستان سیمې دچارواکو ا قدام به په سیمې کې دترهه ګرۍ د لازیاتې ودې او او دسیمې دبې ثباتۍ لامل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2017 03:16 Asia/Kabul
  • په  عراق کې سیاسی خلاء دترهه ګرو لپاره  نوی فرصت برابروی

په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان په تهران کې د فرانسې د ډیپلوماسۍ داکاډمۍ له مشر میشل دوکلو سره په کتنې کې روښآنه کړې ، عراقه دکردستان سیمې دبیلیدا دټول پوښتنې په ترسره کولو کې د دکردستان سیمې دچارواکو ا قدام به په سیمې کې دترهه ګرۍ د لازیاتې ودې او او دسیمې دبې ثباتۍ لامل شی .

زمونږخبریال راپور راکړ هغه ددې خبرې په کولو سره چې    په سیمې کې  دګډوډیو  درامینځةکیدا په سیوری کې   ، ترهه ګری وده کوی ،ووئیل ؛   دعراق په داخل کې  به هرډول سیاسی  خلاء یا تشه    درز  او دترهه ګرو په وړاندې د ورانکاریو لپاره نوی فرصتونه  برابر کړی .

  میشل دوکلو هم په دغې کتنې کې روښآنه کړې ، دعراق دکردستان سیمې دجلاکیدا  دټول پوښتنې ترسره کیدا به  واقعا  په سیمې  کې د ترهه ګرۍ د ودې او  دناکراریو دزیاتیدو لامل شی  او باید د دغه ډول اقداماتو  په جدی توګه مخه ونیول شی . 

داپه داسې حال کې د ی چې  دعراق دحکومت ویندوی  سعد الحدیثی  پرون  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دعراق حکومت فیصله  کړې   د دغه هیواد ټوله پوله  ایزې لارې ،هوائی ډګرونه او حتی  له دغه هیواده  دتیلو صادرات به پخپل کنټرول کې واخلی .