په عراق کې سیاسی خلاء دترهه ګرو لپاره نوی فرصت برابروی
په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان په تهران کې د فرانسې د ډیپلوماسۍ داکاډمۍ له مشر میشل دوکلو سره په کتنې کې روښآنه کړې ، عراقه دکردستان سیمې دبیلیدا دټول پوښتنې په ترسره کولو کې د دکردستان سیمې دچارواکو ا قدام به په سیمې کې دترهه ګرۍ د لازیاتې ودې او او دسیمې دبې ثباتۍ لامل شی .
زمونږخبریال راپور راکړ هغه ددې خبرې په کولو سره چې په سیمې کې دګډوډیو درامینځةکیدا په سیوری کې ، ترهه ګری وده کوی ،ووئیل ؛ دعراق په داخل کې به هرډول سیاسی خلاء یا تشه درز او دترهه ګرو په وړاندې د ورانکاریو لپاره نوی فرصتونه برابر کړی .
میشل دوکلو هم په دغې کتنې کې روښآنه کړې ، دعراق دکردستان سیمې دجلاکیدا دټول پوښتنې ترسره کیدا به واقعا په سیمې کې د ترهه ګرۍ د ودې او دناکراریو دزیاتیدو لامل شی او باید د دغه ډول اقداماتو په جدی توګه مخه ونیول شی .
داپه داسې حال کې د ی چې دعراق دحکومت ویندوی سعد الحدیثی پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دعراق حکومت فیصله کړې د دغه هیواد ټوله پوله ایزې لارې ،هوائی ډګرونه او حتی له دغه هیواده دتیلو صادرات به پخپل کنټرول کې واخلی .