امریکا په سوریې کښې بیا بې ګناه خلک وژلی دی
-
د امریکا دالوتکو په حملې کښې دخلکو کورونو ته هم زیات تاوانونه رسیدلي دي .
زمونږخبریال راپور راکړی دسوریې دالحسکه ښار په جنوب کښې په یوې سیمې د امریکا په مشرۍ دداعش پرضد د تش په نامه د نړیوال ائتلاف په نویو هوایی حملو کښې نهه(۹) ملکی خلک ووژل شول چې دوې(۲) پکښې ښځې او شپږ(۶) دعراق د یوې کډوالې شوی کورنۍ غړی دی .
دعراق دغه کورنۍ څو میاشتې مخکې له موصل څخه دسورې شمالی ختیځ ته مهاجرت کړی وو .
د امریکا دالوتکو په حملې کښې دخلکو کورونو ته هم زیات تاوانونه رسیدلی دی .
دامریکا پوځیانو په تیرو څو میاشتو کښې دسوریې په ختیځ کښې دداعش ترهګرې ډلې تر نیواک لاندې سیمو په لور د پوځ د پرمختګ له دوام سره په یووخت په لسګونو هوایی عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې ګڼ شمیر مشران ژغورلی او اوس یې هم دغه کار ته دوام ورکړی .
امریکا تراوسه په سوریې کښې د ترهګرو دملاتړ او د حکومتی عسکرو د پرمختګ دمخه دنیولو لپاره ګڼ شمیر هوایی حملې کړی دی چې له کبله یې په سلګونو بې ګناه خلک او حکومتی عسکر وژل شوی هم دی .
بل خبر دا چې په سوریې کښې د روسیې د روغې جوړې مرکز په ادلب ولایت کښې له حکومتی عسکرو سره د سلګونو وسله والو د یوځاې کیدا خبر ورکړ .
دغه وسله وال کسان چې شمیر یې اته سوه(۸۰۰) تنه دی د تاوتریخوالی د کمولو په سیمو کښې د موافقې په لړ کښې له پوځ سره یوځاې شوی دی .