صهونیسټان د حزب ا....له مبارزانو سره له جنګه سخته ویره لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57159-صهونیسټان_د_حزب_ا....له_مبارزانو_سره_له_جنګه_سخته_ویره_لری
دمیانمار افراطی بودایانو او پوځ څه دپاسه زر مسلمانان وژلی ، څه دپاسه پنځّه لکه نور ئې کډه په سر کړی دی ،خو آل سعود رژیم څه ډپاسه شل زره مسلمانان وژلی او په میلیونونو نور مسلمانان ئې کډه په سر کړی دی ، پر دې اساس آل سعود رژیم دمیانمار له توکمپال نظامه لازیات خطرناک او بدتر رژیم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2017 14:29 Asia/Kabul
  • صهونیسټان د حزب ا....له مبارزانو سره له جنګه سخته ویره لری

دمیانمار افراطی بودایانو او پوځ څه دپاسه زر مسلمانان وژلی ، څه دپاسه پنځّه لکه نور ئې کډه په سر کړی دی ،خو آل سعود رژیم څه ډپاسه شل زره مسلمانان وژلی او په میلیونونو نور مسلمانان ئې کډه په سر کړی دی ، پر دې اساس آل سعود رژیم دمیانمار له توکمپال نظامه لازیات خطرناک او بدتر رژیم دی .

رسا خبری آژانس راپورورکړ  دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  داجرائی شورا مشر  هاشم  صفی ا....  پرون ناوخته   دلبنان دجنوب  د صور ښار دحسینی عزادارو  په ټول کې  پخپلې وینا کې  دصهونیسټ رژیم  مانورې  بې  ګټې وبلې او وې ویل   له لبنان سره هر نوی جنګ  به د  مقاومت دمبارزانو  له خوا  له  غاښ ماتونکی  ځواب سره  مخامخ شی او صهونیسټان  بیا د د ماتو نوره  داسې خوندونه هم وڅکی   چې نور به د  دریدا توان هم  ونه لری .

 د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  داجرائی شورا مشر ټینګار کړی ،  دمقاومت مبارز ځواک  تکفیریانو ته ماته  ورکړې  ده او  د ترهه ګرو  په نیواک کې سیمې ئې آزادې کړی دی ، او  په عراق او سورئې کې د کامیابۍ په لور ګامونه پورته کوی ، داعش او النصره جبهې ترهه ګرې ډلې  دنابودۍ په حال کې دی او   دامریکا او سعودی عربستان ټوله نقشې او هیلې هم  نابودې شوی دی .

 دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی  چارواکی  همداراز دمیانمار د مسلمانانو  د وژلو په محکومولو سره  وئیلی دی ،   دمیانمار  افراطی بودایانو او پوځ   څه دپاسه زر مسلمانان وژلی ، څه دپاسه پنځّه لکه  نور ئې کډه په سر کړی دی ،خو  آل سعود رژیم   څه ډپاسه  شل زره مسلمانان وژلی  او په میلیونونو  نور مسلمانان ئې  کډه په سر کړی دی ، پر دې اساس  آل سعود رژیم  دمیانمار له توکمپال نظامه لازیات خطرناک  او بدتر  رژیم دی .