امریکې نن بیا د سوریې لسګونه ملکيان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57239-امریکې_نن_بیا_د_سوریې_لسګونه_ملکيان_ووژل
د امریکې تش د نوم ترهګرۍ ضده ائتلاف جنګي الوتکو نن د سوریې په رقه ښار کښې په موجودو ملکي وګړو په دویم ځل حمله وکړه او ۲۱ کسان یې ووژل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2017 17:01 Asia/Kabul
  • امریکې نن بیا د سوریې لسګونه ملکيان ووژل

د امریکې تش د نوم ترهګرۍ ضده ائتلاف جنګي الوتکو نن د سوریې په رقه ښار کښې په موجودو ملکي وګړو په دویم ځل حمله وکړه او ۲۱ کسان یې ووژل.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د امریکې په مشرۍ تش د نامې داعش ضده ائتلاف جنګي جیټونو نن غرمه د رقه ښار په هغه ډله خلکو بمباري وکړه چې د اوبو رایستلو لپاره د یو کوهې په غاړه راغونډ شوي وو.

نن سهار هم د امریکې جنګي الوتکو د رقه ښار په التوسعیه سیمې باندې د داعشي ترهګرو د شتون په پلمه برید وکړ چې له امله یې ۴۵ ملکي خلک وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شول.

امریکا او د هغې څو انډیوالو هیوادونو د ۲۰۱۴ کال له آګست میاشتې راهیسې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه د ملګرو ملتو له چوکاټه وتلې او د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته، یو ائتلاف جوړ کړی چې زیاتره بیګناه خلک وژني.