سیمه دامنیت لپاره بشپړملګرتیا او خبرواترو ته اړتیا لری
دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې تهران هیڅکله هم په سیمې کې په اختلافاتو پسې نه دی ، روښانه کړې ، اسلامی ایران تل پر تفاهم او دمشکلاتو پر حل ټینګار کړی او هیڅکله ئې هم داختلافاتو له ژورتیا سره دلچسپی نه ده درلودلی .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف عمان اوقطر ته له سفره وروسته په تهران کې دخبریالانو په ټول کې ووئیل دسیمې ځینی هیوادونه چې خپل راتلونکی په تاؤتریخوالی ،دباؤنو او پر ګاونډیانو دځینو خبرو په تپلو کې وینی ، دسیمې دامنیت لپاره دبشپړملګرتیا اوخبرواترو باندې مشتمل دایران له وړاندیز سره مخالفت کوی .
هغه هیله وښودله دغه هیوادونه زر ترزره دخبرواترو،منطق او دملګرتیا او تفاهم ضرورت او دغه راز پر نورو دخپلو لیدتوګو دتپلو لپاره له خپلو خیالاتو څخه دلاس په سر کیدا ضرورت ومنی . دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې تهران هیڅکله هم په سیمې کې په اختلافاتو پسې نه دی ، روښانه کړې ، اسلامی ایران تل پر تفاهم او دمشکلاتو پر حل ټینګار کړی او هیڅکله ئې هم داختلافاتو له ژورتیا سره دلچسپی نه ده درلودلی .
داسلامی ا یران خارجه وزیر مسقط او دوحې ته خپل سفر ته په اشارې سره ووئیل ،عمان اوقطر په فارس خلیج کې د ایران نزدې ګاونډیان دی او په همداوروستیو کې له هردواړو هیوادونو سره پراخې اقتصادی اړیکې ټینګې شوی دی . هغه د عراق اوسورئې موضوع دعمان اوقطر له چارواکو سره دخبرواترو یو بل چورلیز وباله او وې وئیل دسورئې او له وروستیو بدلونونو وروسته دعراق د مځکنۍ بشپړتیا اویو موټی کیدا دساتنې دضرورت په باب هم بشپړ مشورې اوبحثونه شوی او دغه راز دیمن دمظلومو خلکو په ضد هوائی حملو ددرولو او ددغه هیواد دانسانی غمیزې دحل په باب هم خبرې شوی چې په دې اړه هم لیدتوګې سره ډیرې نزدې دی او په دې باب به په راتلونکی نزدې کې بیا مهمې خبرې اترې وشی .