سعودی او انډیوالان یې د ملګرو ملتو په تور لېسټ کښې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57311-سعودی_او_انډیوالان_یې_د_ملګرو_ملتو_په_تور_لېسټ_کښې
رپوټونه د یمن د ماشومانو د قتل عام په وجه په تور لېسټ کښې د سعودی په مشرۍ د عربی ائتلاف د ځاے کولو په اړه د ملګرو ملتو د اقدام ښودنه کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2017 13:35 Asia/Kabul
  • سعودی او انډیوالان یې د ملګرو ملتو په تور لېسټ کښې

رپوټونه د یمن د ماشومانو د قتل عام په وجه په تور لېسټ کښې د سعودی په مشرۍ د عربی ائتلاف د ځاے کولو په اړه د ملګرو ملتو د اقدام ښودنه کوی.

د روئیټر د رپوټ له مخې ملګرو ملتو پرون د یو رپوټ په مسوده کښې اعلان وکړ، د یمن د ماشومانو په مرګ ژوبله کښې د سعودی په مشرۍ د عربی ائتلاف اقدامات د ملګرو ملتو په تور لېسټ کښې د دغه ائتلاف د درجېدو سبب شو، په دا ډول چې د اته دېرو پېښو په څېړل کېدو سره معلومه شوه چې په 2016 کال کښې په ښونځیو او روغتونونو باندې د عربی ائتلاف د هوائی حملو له کبله شپږ سوه درې اتیا ماشومان مړۀ او ژوبل شوی دی

سعودی عربستان  او ځینو نورو عربو هیوادونو د اسرائیلو، امریکې او برطانیې په ملاتړ او حکم سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن دخلقوپه خلاف حملې شروع کړې چې اوس هم دوام لری او په دغو حملو کښې د ګڼ شمېر ماشومانو په شمول په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوی او د هیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوی او په میلینونو یمنیان کډا په سر شوی دی .