دعراق په الحویجه پاکونکو عملیاتو کې ۲۷۰ترهه ګر هلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57457-دعراق_په_الحویجه_پاکونکو_عملیاتو_کې_۲۷۰ترهه_ګر_هلاک_شوی_دی
راپورښئ دعراق فیډرل پولیسو په دغې خبرتیا کې وئیلی دی ، په دغو عملیاتو کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو د ۱۴۱کلو اوساحو پشمول ۶۴۰مربع کلومیټر پراخې سیمې آزادې شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 06, 2017 12:05 Asia/Kabul
  • دعراق په  الحویجه  پاکونکو عملیاتو کې ۲۷۰ترهه ګر هلاک  شوی دی

راپورښئ دعراق فیډرل پولیسو په دغې خبرتیا کې وئیلی دی ، په دغو عملیاتو کې د داعشی تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو د ۱۴۱کلو اوساحو پشمول ۶۴۰مربع کلومیټر پراخې سیمې آزادې شوی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دعراق فیډرل پولیسو   دیوې خبرتیا په خپرولو سره  وئیلی دی ،دکرکوک  دجنوب لویدیځ په  اویا کلومیټرۍ کې    د الحویجه   ښار په پاکونکو عملیاتو کې دوه سوه اویا  ترهه ګر هلاک شوی دی .

 د عراق په شمال کې د تکفیری  ترهه ګرې داعشی ډلې  د خورا وروستی مرکز په توګه  دالحویجه   آزادونکی عملیات دستمبر په یوویشتمه نیټه  د  عراق د پوځ ،، مرکزی پولیس اوالحشد الشعبی  مبارز ولسی ځواک  په مشترکو عملیاتو سره  پیل شول او  داکتوبر په پنځمه نیټه په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل .

   راپورښئ  دعراق فیډرل پولیسو  په دغې  خبرتیا کې وئیلی دی ، په دغو عملیاتو کې  د داعشی تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو  د ۱۴۱کلو اوساحو پشمول  ۶۴۰مربع کلومیټر  پراخې سیمې   آزادې شوی دی .

 له دې مخکې  دعراق دفیډرل پولیسو مشر  رائد  شاکر جودت   دالحویجه  ښار دآزادونکو عملیاتو په دوهمې مرحلې کې د ۱۴۴ترهه ګرو دهلاکت  خبره کړې وه او وئیلی ئې وو ،  په دغو عملیاتو کې ۲۳سیمې اوکلی آ زاد،  دداعشی ترهه ګرو  ۱۳ دفاعی مورچلې تباه او له جنګ ځپلو سیمو    یوسل پنځوس کورنۍ  ویستل شوی دی.

 د الحویجه ښار  په آزادیدوسره  دعراق له زیاتره ټاټوبی  د داعشی تکفیریانو دبشپړ  شاتګ  ځیری ورکولی شی ،ځکه  په دغه هیواد کې د داعشی تکفیریانو  شتون  له سورئې  سره   ځینو همپوله سیمو ته  ته محدود شوی دی .