جده کښې د سعودي باچا پر ماڼۍ وسله وال برید شوی
Oct 07, 2017 17:03 Asia/Kabul
رسندوي سرچینو په جده کښې د سعودي باچا په ماڼۍ د وسله وال برید خبر ورکړ.
د العالم د خبر له مخې نن د عربستان په جده ښار کښې پر السلام ماڼۍ باندې شوې وسله واله حمله کښې د سعودي باچا د دغې ماڼۍ دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ژوبل شول.
سعودي رسنیو همداشان وویل چې پر السلام ماڼۍ برید کونکی وسله وال هم وژل شوی دی.
د عربستان امنیتي ځواکونه باوري دي چې په جده کښې د سعودي باچا پر ماڼۍ برید کونکی یوازې نه دی او د دې حملې د نورو عاملانو د پيژندلو او نیولو لپاره یې د پلټنې عملیات پيل کړي دي.
ټیګونه