امریکاد داعش تکفیری ډلې د بشپړنابودۍخنډ کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57631-امریکاد_داعش_تکفیری_ډلې_د_بشپړنابودۍخنډ_کیږی
هغه څه چې په سیمې کې روان دی ، په حقیقت کې یوه امریکائی سعودی پروژه ده چې البته په عراق او لبنان کې ئې ماته خوړلې ده او په سورئې کې هم دغه پلان په ختمیدو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2017 16:49 Asia/Kabul
  • امریکاد داعش تکفیری ډلې د بشپړنابودۍخنډ کیږی

هغه څه چې په سیمې کې روان دی ، په حقیقت کې یوه امریکائی سعودی پروژه ده چې البته په عراق او لبنان کې ئې ماته خوړلې ده او په سورئې کې هم دغه پلان په ختمیدو دی .

زمونږ خبریال راپورراکړ  دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشی  سید حسن نصر ا...  نن  مازدیګر  د مقاومت د دوو شهیدانو  د درنښت په دستورو کې چې تیره اونۍ  په سورئې کې شهیدان شوی وو ، دمقاومت دشهیدانو دمقام په درنښت سره  ووئیل دا د شهیدانو وینه ده چې  بریالیتوبونه ډالۍ کوی  او  شهیدان په  هغه میدان کې قربانی وړاندې کوی  چې  د داعش تر نابودۍ پورې  به  ګرم وی .

 دلبنان دحزب ا.... ولسی غورځنګ عمومی منشی  روښآنه کړې ،  داعش نن سبا  یوازې  دسورئې   د دیرالزور  ولایت په یوې برخې کې فعالیت کوی  او  په سورئې اولبنان  کې  د  داعشی تکفیریانو   له ناکامیو سره سره ، امریکا  هماغه راز  د  داعش دعمر د اوږدولو  غوښتنه کوی .

  سید حسن نصر  ا.... زیاته کړې ، باید داعش پرې نه ښودل شی ،ځکه چې  دا  تکفیری  ترهه ګره ډله  یوه سرطانی دانه ده  چې  لبنان ته دبیرته ستنیدا  پلانونې کوی او د داعش د نابودولو په لاره کې دامریکا  کارړنګونې  اوخنډونو جوړول   لامل نه کیږی   چې  له داعش سره جنګ ودرول شی او باید ووایم چې د داعش ژوند  لنډ شوی دی .  

 هغه همداراز   له تهران سره د واشنګټن زاړې دښمنۍ  په باب هم ووئیل ،    له ایران سره دامریکا مشکل  د ا یټمی پرورګام په زمینې کې نه دی ،  بلکې   له ایران سره دامریکا   ستونزه    دایران په وسیله په سیمې کې دامریکا اوسعودی  دپلانونو  چیلنج کول دی .   هغه روښآنه کړې  هغه  څه چې په سیمې کې   روان دی ،  په حقیقت کې  یوه امریکائی سعودی  پروژه ده  چې البته په عراق او  لبنان   کې ئې  ماته خوړلې ده او  په سورئې کې هم دغه پلان  په ختمیدو دی . له دې امله  دوی  غواړی ، هغه کسان چې  دهغوی دپلانونو په وړاندې دریږی ،  سزاکړی .  دلبنان دحزب ا... غورځنګ عمومی منشی  روښانه  کړې ،   دحزب ا....  ولسی غورځنګ په ضد دامریکا  دسزاقانون  هم  په سیمې کې  دامریکا له سلطه  غوښتنې سره   په مخامخیدا کې  دحزب ا.... ولسی  غورځنګ  دریځ  نشی بدلولی .