دیمن عسکرو دعربستان ګوډاګیان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58021-دیمن_عسکرو_دعربستان_ګوډاګیان_وژلی
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن عسکرو دسعودی عربستان یوشمیر نور ګوډاګیان هلاک کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2017 02:57 Asia/Kabul
  • په یمن دسعودي عربستان په حملواو بمباریو کښې تراوسه له دولسو زرو(۱۲۰۰۰) څخه زیات بې ګناه خلک وژل شوي .
    په یمن دسعودي عربستان په حملواو بمباریو کښې تراوسه له دولسو زرو(۱۲۰۰۰) څخه زیات بې ګناه خلک وژل شوي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن عسکرو دسعودی عربستان یوشمیر نور ګوډاګیان هلاک کړل .

دسعودی عربستان په نجران کښې په عسیر سرحدی سیمه کښې د علب سرحدی لارې مخ ته پرون دیمن دعسکرو په ډزو کښې دعربستان دوه(۲) ګوډاګیان هلاک شول .

دسعودی عربستان یو(۱) بل ګوډاګی هم دیمن  د البیضا ولایت په القریشیه سیمه کښې د حکومتی عسکرو په ډزو کښې ووژل شو .

د سعودی عربستان جنګی الوتکو هم دیمن دپلازمینې صنعا ولایت دنهمې(۹) سیمې په خوا کښې په عیال محمد سیمې حملې وکړې  او یو شمیر مالی تاوانونه یې ورسول .

په یمن دسعودی عربستان په حملواو بمباریو کښې تراوسه له دولسو زرو(۱۲۰۰۰) څخه زیات بې ګناه خلک وژل شوی  او په لسګونو زره نور ژوبل شوی هم دی .

امریکا ، متحده عربی امارات ، اسرائیل او ځینې نور هیوادونه دیمن دخلکو پرضد په حملو او جنایتونو کښې له سعودی عربستان سره پوځی او استخباراتی مرستې کوی .