امریکائی ائیتلاف دسوریاوالو عامه وژنه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58101-امریکائی_ائیتلاف_دسوریاوالو_عامه_وژنه_کوی
دروسیې د دفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنګوف په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د داعش په ضد دمبارزې د تش په نامه نړیوال ائیتلاف دسورئې په شمال کې الرقه ښار کې د عامو خلکو پر هستوګنو سیمو سخته بمباری کوی چې له امله ئې عام خلک قربانی کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2017 03:06 Asia/Kabul
  •  امریکائی ائیتلاف دسوریاوالو عامه وژنه کوی

دروسیې د دفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنګوف په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د داعش په ضد دمبارزې د تش په نامه نړیوال ائیتلاف دسورئې په شمال کې الرقه ښار کې د عامو خلکو پر هستوګنو سیمو سخته بمباری کوی چې له امله ئې عام خلک قربانی کیږی .

 دپنجشنبې په شپه هم  دامریکا  په مشرۍ د دغه ائیتلاف  جنګی الوتکو  په رقه ښار په سختې بمبارۍ  کې   کابو پنځّه دیرش  عام سوریاوال چې ښځې آوماشومان هم پکې ترسترګو کیدل  وژلی دی .  داکتوبر په څلورمه نیټه هم  دامریکائی ائیتلاف جنګی الوتکو  په رقه کې  په لسګونو کسان  په وینو کې لیت پیت کړی دی .

 دسورئې  حکومت  په کرتو   دملګروملتو سرمنشی اودامنیت شورا مشر  ته   دلیکونو په استولو سره  له  هغوی غوښتی دی ،  په سورئې کې دې دامریکائی ائیتلاف دجنایتونو مخه ونیسی .