اسلامی ا یران دسیمه ایزو لوبغاړو په حذفولو پسې نه دی
په سیمې کې دامریکا دپوځی شتون موخه ، یوازې دامریکا د ګټو په نسبت له ګواښونو سره مقابله نه ده ،بلکې داسې ګواښونه شته چې د واشتګټن دمتحدانو ترملاتړ لاندې پراخ شوی دی او اوس دامریکا اواروپا ښارونو ته هم غزیدلی دی .
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پخپلې ټولنیزې پاڼې کې ټینګار کړی ، ایران دنورو سیمه ایزو لوبغاړوپه حذفولو پسې نه دی ، دوی باید یوازې دخپلو تیروتنو او غلطو ټاکنو په خاطر ورټل شی .
جواد ظریف همداراز په آټلانټیک خپرونې کې پخپلې یوې مقالې کې لیکلی دی ، په سیمې کې دامریکا دپوځی شتون موخه ، یوازې دامریکا د ګټو په نسبت له ګواښونو سره مقابله نه ده ،بلکې داسې ګواښونه شته چې د واشتګټن دمتحدانو ترملاتړ لاندې پراخ شوی دی او اوس دامریکا اواروپا ښارونو ته هم غزیدلی دی .
داسلامی ایران خارجه وزیر زیاته کړې ، دسیمې دځینو عربو هیوادونو ایرانی ضد ادعاګانې په داسې حال کې دی چې له هغو ځینو حکومتونو په تیره بیا سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په یمن جنګ تپلی ، په بحرین ئې تیری کړی ، قطر ئې بائیکاټ کړی او په سورئې کې ئې ترهه ګرې ډلې په مالی مرستو اووسلو سبنال کړی دی .
هغه همداراز ټینګار کړی ، په سیمې کې دایران نفوذ پر نورو دلګښتونو دتپلو په موخې سره نه دی پراخ شوی ، بلکې پخپله دهغوی او دهغوی دلویدیځی متحدانو دغلطو ټاکنو اوتیروتنو او یو اړخیزو اقداماتو نتیجې دی .