دعراق او سوریې په سرحد کښې ۲۵ ترهګر وژل شوی
-
دعراق پوځیانو ددغه هیواد د ولسي بسیج ځواک الحشدالشعبي په ملاتړ او د ایران داسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په ملګرتیا سره دهیواد ډیرې سیمې له داعش ترهګرې ډلې ازادې کړي دي .
العالم ټیلی ویژن راپور راکړ د عراق دپوځ جنګی الوتکو په لویدیځ کښې په الانبار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې دوه(۲)اصلی مرکزونه په کامل ډول تباه کړل او له کبله یې پینځویشت(۲۵) ټروریسټان هلاک هم شول .
دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې دغه دوه (۲) مرکزونه دعراق او دسوریې سرحدونو ته نږدې پراته وو .
داعش وهابی ډلې چې امریکا ، سعودی عربستان، انګلستان، فرانسې ، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو،کویت، بحرین ، ترکیې ، قطر او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونوخپلو هدفونوته درسیدا لپاره جوړه کړی ده له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې په عراق کښې زیات جنایتونه او ظلمونه کړی دی او زرګونو خلک یې په حملو او بم چاودنو کښې وژلی او په کوچنیو او پیغلو انجلیو او ښځیو یې جنسی تیری کړی دی .
خو اوس دعراق پوځیانو ددغه هیواد د ولسی بسیج ځواک الحشدالشعبی په ملاتړ او د ایران داسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په ملګرتیا سره دهیواد ډیرې سیمې له داعش ترهګرې ډلې ازادې کړی دی او په هیواد کښې ددغه ډلې کار عملا پاې ته رسیدلی دی .