دعراق او عربستان ترمینځ دغږمله شورا دجوړیدا موافقه لاسلیک شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58448-دعراق_او_عربستان_ترمینځ_دغږمله_شورا_دجوړیدا_موافقه_لاسلیک_شوه
دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی هم په دغو دستورو کې ووئیل سیمه ویشل کیدا، درز اونفاق اونوره شخړې نشی زغملی ،باید هغه ټوله دروازې چې عراق ته دترهه ګرۍ دبیرته ستنیدا اجازت ورکوی وتړل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2017 16:05 Asia/Kabul
  • دعراق او عربستان ترمینځ دغږمله شورا دجوړیدا موافقه لاسلیک شوه

دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی هم په دغو دستورو کې ووئیل سیمه ویشل کیدا، درز اونفاق اونوره شخړې نشی زغملی ،باید هغه ټوله دروازې چې عراق ته دترهه ګرۍ دبیرته ستنیدا اجازت ورکوی وتړل شی .

 ایرناخبری آژانس  دسعودی عربستان دالریاض  خبری سایټ له قوله راپور ورکړ  دغه تفاهم نامې په لاسلیک کولو کې  دسعودی عربستان  پاچا ملک سلمان  او دعراق  لومړی وزیر  حیدرالعبادی  او دغه راز د امریکا خارجه وزیر  ریکس ټیلرسن هم موجود وو   او  د سعودی عربستان په ریاض کې لاسلیک شوه .

 دعربستان د وزیرانو  پلاوی  په تیر اګست کې  دغه موافقه   د  عراق او عربستان  د دوو هیوادونو ترمینځ  د کلتوری  اوپانګونې  او دغه راز دسټراټژیکو اړیکو  دسوئې  دلوړولو په موخې سره  تصویب کړې وه . 

 راپورونه ښئ چې  ملک سلمان    د عراق عربستان  دغږمله شورا دتاسیس  د  موافقې دلاسلیک کولو په دستورو کې پخپلې وینا کې   دعراق له وحدت اوثباته د ریاض د  پاچائۍ  پر ملاتړ ټینګار وکړ .

 دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی  هم په دغو دستورو کې ووئیل  سیمه  ویشل کیدا، درز اونفاق  اونوره  شخړې نشی  زغملی ،باید  هغه ټوله دروازې چې  عراق ته دترهه ګرۍ دبیرته ستنیدا  اجازت ورکوی وتړل شی .